معیار او کیفیت ادارې ۲۵ ټنه بېکیفیته ودانیز توکي مسترد کړي

د معیار او کیفیت ادارې ویلي، د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه یې په شیخ ابونصر فراهي بندر کې ۲۵ ټنه بېکیفیته ودانیز توکي مسترد کړي دي.
د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دغه ساختماني توکي له ملي معیارونو سره مطابقت نه درلود او له هراړخیزې ارزونې او کیفیت کنټرول وروسته بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځول شوي دي.
سرچینې نه دي ویلي چې دا توکي کوم هېواد ته استول شوي وو.
ادارې زیاته کړې چې په ټولو بندرونو کې د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په منظمه، شفافه او پرېکنده توګه روانه ده او د ټولنې لپاره د زیان رسوونکو توکو پر وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.
یادې ادارې له سوداګرو یو ځل بیا غوښتي چې ملي معیارونه په جدي ډول مراعت کړي او د یو باکیفیته او سالم بازار په رامنځته کولو کې خپل ملي مسوولیت ادا کړي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې سلګونه ټنه بېکیفیته ودانیز توکي بېرته مسترد شوي دي.

