ملي شلاوریز جام سیالۍ په کندوز کې پیلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، د «ملي شلاوریز جام» درېیم پړاو سیالۍ به د راتلونکې مې میاشتې په دویمه نېټه په کندوز کې پیل شي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه سیالۍ د کورني کرکټ کلني مهالوېش له مخې ترسره کېږي، چې پکې د هېواد د پنځو زونونو لوبډلې برخه اخلي او ۱۳ ورځې به دوام وکړي.
کرکټ بورډ ویلي، د دې سیالیو ور زیاتېدو د کورني کرکټ په جوړښت کې مثبت بدلون راوستی او تر اوسه یې ښې پایلې ورکړې دي.
چارواکي ټینګار کوي، هڅه کوي کرکټ د هېواد ټولو سیمو ته ورسوي، نوي استعدادونه وروزي او د افغانستان کرکټ لا پیاوړی کړي.

