ملګري ملتونه: راستنې شوې افغان ښځې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه په نوي راپور کې وایي، افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې ښځې له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د راپور له مخې، یوازې ۱۷ سلنه له راستنو شویو ښځو عاید لري.

په دې کې ۷۷ سلنه له ایران او ۶۴ سلنه له پاکستان راستنې شوې ښځې بې‌کاره دي، او د پاتې ښځو منځنی میاشتنی عاید شاوخوا ۱۱۰۰ افغانۍ ښودل شوی دی.

راپور زیاتوي، ۹۲ سلنه ښځې په ناسم او ناامنه کاري چاپېریال کې کار کوي. همداراز نږدې ۴۰ سلنه ښځې مسلکي مهارتونه لري، خو د کار فرصت نه لري، او ۵۷ سلنه یې د پخوا په پرتله کم عاید ترلاسه کوي.

دکمه بازگشت به بالا