ملګري ملتونه: ۴.۲ میلیونه افغانان بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو پروګرام (UN-Habitat) اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې شاوخوا ۴.۲ میلیونه کسان په افغانستان کې بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري، چې دا وضعیت د بشري ناورین ژورتیا ښيي.
یاد بنسټ په باکو کې د کور جوړونې نړیوالې غونډې ته په اشارې ویلي، نړۍ د استوګنې پر موضوع بحث کوي، خو په افغانستان کې ګڼې کورنۍ لا هم له اساسي سرپناه بې برخې دي او بېړنیو اړتیاوو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو پروګرام ټینګار کړی چې د ټولو لپاره د مناسبې سرپناه برابرولو په موخه د نړیوالې ټولنې بېړنی او همغږی اقدام اړین دی، ځکه د کورونو او لومړنیو اسانتیاوو کمښت د میلیونونو خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

