منار جام ته څېرمه د ګرځندویانو لپاره نوی هوټل پرانیستل شو

په غور ولایت کې د «منار جام» ترڅنګ یو نوی هوټل او مېلمستون په رسمي ډول د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو پر مخ پرانیستل شو، څو د یاد تاریخي اثر لیدونکو ته د استوګنې مناسبې اسانتیاوې برابرې شي.

دغه استوګنیز مرکز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له انکشافي بودجې څخه په شاوخوا ۱۶ میلیونه افغانیو جوړ شوی او اوس د ګرځندویانو د هرکلي لپاره چمتو دی.

ځايي مسوولان وایي، هوټل د داوطلبۍ له بهیر وروسته یوې کورنۍ کمپنۍ ته سپارل شوی او تمه ده چې د استوګنې او هوساینې په برخه کې معیاري خدمتونه وړاندې کړي.

د هغوی په وینا، د دې مرکز پرانیسته به د منار جام د لیدونکو شمېر زیات او سیمې ته د سفر شرایط اسانه کړي.

د غور اوسېدونکو هم دا ګام د ګرځندوی د ودې لپاره مهم بللی او هرکلی یې کړی دی.

منار جام د افغانستان له مهمو تاریخي آثارو څخه ګڼل کېږي، چې هر کال ګڼ شمېر کورني او بهرني ګرځندویان ورجذبوي او د ارزښتناک فرهنګي میراث په توګه پېژندل کېږي.

دکمه بازگشت به بالا