مهدي یعقوبي د اوزبېکستان تکواندو سیالیو کې بریا ترلاسه کړه

د نوو ځوانانو د تکواندو ملي لوبغاړي مهدي یعقوبي د اوزبېکستان په نړۍوالو سیالیو کې خپل ارمنستاني سیال ته ماته ورکړه او بل پړاو ته یې لار پیدا کړه.

دغه سیالي نن په اوزبېکستان کې ترسره شوه، چې پکې مهدي یعقوبي د منفي ۴۵ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې خپل سیال ته ماتې ورکړه او په سیالیو کې بل پړاو ته ووت.

د نوو ځوانانو د تکواندو نړۍوالې سیالۍ د اوزبېکستان په کوربه‌توب پرون پیل شوې، چې له افغانستانه څلور لوبغاړي پکې برخه لري.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د ۱۱۶ هېوادونو ۹۹۱ ورزشکارانو ګډون کړی دی.

دکمه بازگشت به بالا