مودي امسټرډم ته رسېدلی او د هالنډ له مشرانو سره به وګوري

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي چې دی امسټرډم ته رسېدلی دی او دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د هند او اروپایي ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون د سوداګرۍ او پانګونې اړیکو ته مهمه وده ورکړې ده.

هغه زیاته کړې چې دغه سفر د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره فرصت برابروي، په ځانګړي ډول په نیمه‌رسانا، د اوبو مدیریت، پاکې انرژۍ او نورو مهمو اقتصادي برخو کې.

مودي ویلي چې هغه به د هالنډ له لومړي وزیر روب یټن سره خبرې اترې وکړي او همداراز به د هالنډ له پاچا ویلیم الکساندر او ملکې مکسیمه سره هم وګوري.

نوموړي د یوې ټولنیزې غونډې د وینا یادونه هم کړې، چې ټاکل شوې د لیدنو په لړ کې ترسره شي او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا به تمرکز ولري.

دکمه بازگشت به بالا
×
ما را دنبال کنید