مودي اوسلو ته رسېدلی او د ناروې له مشرانو سره به وګوري

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د ناروې پلازمېنې اوسلو ته د خپل رسمي سفر د رسېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په هوايي ډګر کې د ناروې د لومړي وزیر یوناس ګاهر ستوره له تود هرکلي منندوی دی.
مودي په خپل پیغام کې ویلي، دا له څه باندې څلوېښتو کلونو وروسته ناروې ته د هند د یوه لومړي وزیر لومړنی رسمي سفر دی او هیله لري چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي او دوهاړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د سفر پر مهال به د ناروې له پاچا هارالډ پنځم او ملکې سونیا سره وګوري او له لومړي وزیر یوناس ګاهر ستوره سره به د سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو په اړه مفصلې خبرې اترې ترسره کړي.
مودي همداراز ویلي، ټاکل شوې د مې په ۱۹مه نېټه په اوسلو کې د هند او نورډیک هېوادونو درېیمه سرمشریزه ترسره شي، چې د سیمې له مشرانو سره د لیدنو او د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره به مهم فرصت وي.
د هند لومړي وزیر ټینګار کړی چې د هند او نورډیک هېوادونو اړیکې په وروستیو کلونو کې د ټکنالوژۍ، پاکې انرژۍ، سوداګرۍ او اقلیمي همکاریو په برخو کې پراخې شوې دي او دا سفر به د دغو اړیکو د لا ژورتیا لپاره نوې لارې پرانیزي.

