مکسیکو کې د بس پېښه؛ ۱۱ کسان وژل شوي

د مکسیکو چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په لوېدیځ کې د سېلانیانو د یوه بس د چپهکېدو له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، پېښه د نایاریت ایالت کې رامنځته شوې، چې پکې یو شمېر ټپیان په جدي حالت کې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
چارواکي وايي د پېښې د دقیق علت د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي، خو لومړني معلومات ښيي چې دا پېښه د ترافیکي ستونزو له امله رامنځته شوې ده.
په وروستیو کلونو کې په مکسیکو کې ورته ترافیکي پېښې څو ځله شوې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

