میدانوردګ روغتون کې څه باندې ۲ زره جراحي عملیات ترسره شوي

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې پروسږ کال په میدانوردګ ولایتي روغتون کې ۲ زره او ۱۹۷ بریالي جراحي عملیات ترسره شوي دي.
د وزارت په وینا، په دغو عملیاتو کې ۱۱۶۴ لوی او ۱۰۳۳ کوچني جراحي عملیات شامل دي، چې د متخصصو او مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په همدې موده کې ۱۱ زره او ۵۹۹ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او څه باندې ۱۶۰ زره کسانو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
مسوولین وایي، د روغتیايي خدمتونو پراختیا او د معیاري درملنې برابرول د عامې روغتیا وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

