میدانوردګ کې یو ماشوم په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

په میدانوردګ کې یو ماشوم د سیند په اوبو کې ډوب شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د سیمهییزو مسوولینو په وینا، پېښه د جغتو ولسوالۍ د ابطلې سیمې د ملا حافظ په کلي کې رامنځته شوې، چې پکې ۹ کلن ماشوم جابر د سیند اوبو ته لوېدلی او مړ شوی دی.
چارواکي وایي، دا پېښه نن چهارشنبه شوې او د وروستیو اورښتونو له امله په سیندونو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده، چې د ورته پېښو خطر یې زیات کړی دی.

