میرویس اشرف په هند کې د شاپور ځدراڼ پوښتنې ته ورغلی

میرویس اشرف، د افغانستان کرېکټ بورډ مشر، په هند کې د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ د پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلی او د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه یې ډاډ څرګند کړی دی.

د معلوماتو له مخې، شاپور ځدراڼ له تېرو څو اونیو راهیسې په هند کې په یوه روغتون کې بستر دی او تر درملنې لاندې دی. د کرېکټ بورډ مشر د هغه د درملنې بهیر ارزولی او ډاډ یې ورکړی چې اړینې اسانتیاوې او ملاتړ به ورته برابر وي.

نږدې سرچینې وايي، د شاپور ځدراڼ روغتیايي وضعیت تر څار لاندې دی او ډاکتران یې د درملنې لپاره لازم اقدامات ترسره کوي. د کرېکټ بورډ مسوولین ټینګار کوي چې د ملي لوبډلې د پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو ملاتړ ته ژمن دي او د هغوی د ستونزو حل ته جدي پاملرنه کوي.

دکمه بازگشت به بالا