نن؛ اسراییل او لبنان مشران د ۳۴ کلونو وروسته خبرې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د اسراییل او لبنان مشران به نن پنجشنبه مستقیمې خبرې وکړي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ په تېرو څه باندې ۳۴ کلونو کې لومړۍ رسمي مستقیمه اړیکه بلل کېږي.

د راپورونو له مخې، وروستی ځل د دواړو هېوادونو مشران د سولې د جامع چوکاټ په اړه د ۱۹۹۱ کال په مادرید کنفرانس کې مخامخ ناست وو، او وروسته خبرې تر ۱۹۹۳ پورې په واشنګټن کې دوام درلود، خو له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېدې.

له ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې د لبنان او اسراییل اړیکې تر ډېره غیرمستقیمې پاتې شوې، چې لاملونه یې اوږدمهاله دښمني، د لبنان داخلي سیاسي وضعیت او د حزب‌الله نفوذ بلل کېږي.

د نن ورځې غونډه چې د امریکا په منځګړیتوب ترسره شوې، د تاوتریخوالي د کمېدو او د احتمالي امنیتي ترتیباتو د رامنځته کېدو لپاره مهم ګام بلل کېږي، خو حزب‌الله دغه خبرې رد کړې او هغه یې “تسلیم” بللې دي.

دکمه بازگشت به بالا