ننګرهار کې د قتل په تور یو کس نیول شوی

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې اوړمه شپه یې د سرهرود ولسوالۍ د شمشپور په سیمه کې یو تن وژلی و.
د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې تورن له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی و، خو پولیسو د پلټنو او څارنې په پایله کې ونیوه.
پولیسو ویلي چې نیول شوي کس په لومړنیو تحقیقاتو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او ادعا یې کړې چې مقتول پرې تعویذونه کړي وو او د ده کورنۍ یې ورسره په شخړه کې ښکېله کړې وه.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ زیاته کړې چې له لومړنیو څېړنو وروسته به تورن کس د قانوني اجراآتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
امنیتي مسوولین ټینګار کوي چې د جنايي پېښو د مخنیوي او د قانون د حاکمیت لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي.

