نن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نړیواله ورځ ده

د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړۍواله ورځ هر کال د مې په ۱۷مه نمانځل کېږي.

دغه ورځ په ۲۰۰۶ کال کې د ترکیې په انتالیا ښار کې د مخابراتو نړۍوالې ټولنې له‌خوا د ډیجیټلي نښلونې او معلوماتي ټکنالوژۍ د ودې په موخه اعلان شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دغې ورځې په مناسبت ویلي: «موږ باید پر نښلونې پانګونه وکړو، ډیجیټلي زیربناوې د عامه خدمتونو بنسټیزه برخه ده، نو داسې سیستمونه جوړ کړو چې د راتلونکو کړکېچونو پر وړاندې پیاوړي وي.»

هغه ټینګار کړی چې د معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا نه یوازې د خدماتو په ښه والي کې مهمه ده، بلکې د ټولنو د پرمختګ او د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا لپاره هم اساسي رول لري.

دکمه بازگشت به بالا
×
ما را دنبال کنید