نن د نرسانو نړیواله ورځ ده

نړیواله د نرسانو ورځ هر کال د مې په ۱۲مه لمانځل کېږي، دا نېټه د معاصر نرسنګ بنسټ اېښودونکې فلورنس نایټنګېل د زېږون له کلیزې سره برابره ده.
ملګرو ملتونو پر اېکس پاڼه په یوه پیغام کې ویلي، نرسان هره ورځ د خلکو ژوند ژغوري او د روغتیا په ښه والي، د ناروغیو په مخنیوي او بېړنیو حالاتو ته په رسېدو کې مهم او حیاتي رول ترسره کوي.
دغه سازمان د نرسانو د هڅو ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره د هغوی ملاتړ اړین دی.

