نورستان کې د تندر لوېدو له امله یوه ښځه مړه شوې

د نورستان مسوولین وايي، د وانټ ولسوالۍ په یوه کور کې د تندر لوېدو له امله یوه ښځه مړه او دوه تنه ټپیان شوي دي.
د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم ویلي، پېښه د یکشنبې ماښام (غويي ۲۰مه) د وانټ ولسوالۍ په دهوز سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، په پېښه کې یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او یو سړی او یوه اووه کلنه نجلۍ ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو او ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سیمهییزو مسوولینو په وینا، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی دی.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې پرون هم د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې د تندر لوېدو له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي وو.
چارواکي وايي، د بارانونو او موسمي طوفانونو له زیاتېدو سره د برښنا له امله پېښې هم زیاتې شوې دي.

