نورستان کې قیمتي ډبرې د ۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ اړوند د ماوي سیمې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د سیمه‌ییزو چارواکو، سوداګرو او پانګوالو په حضور کې ترسره شوې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې داوطلبۍ کې ۸ زره او ۵۵۴ کیلوګرامه بېروج، کنزیټ، بلور، ټوپاز او مارګنایټ ډبرې د څه باندې ۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، له دغې اندازې څخه د اسلامي امارت ونډه څه باندې پنځه میلیونه افغانۍ ټاکل شوې ده.
مسوولین وایي، د قیمتي ډبرو قانوني استخراج او شفافه پلورنه د کانونو سکټور د ودې، کورنیو عوایدو د زیاتوالي او پانګونې د پراختیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ټینګار کړی چې هڅه کوي د هېواد طبیعي زېرمې د قانوني چوکاټ له مخې مدیریت او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

دکمه بازگشت به بالا