نورستان کې ۱۳۶ زره کسانو ته حیاتي مرستې رسېږي

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې خبر ورکړی، چې د نورستان په کامدېش او برګ‌مټال ولسوالیو کې له شپږو اونیو بې‌برخۍ وروسته شاوخوا ۱۳۶ زره کسانو ته حیاتي مرستې رسول کېږي.

د سرچینې په وینا، په دغو مرستو کې خوراکي توکي، طبي خدمات او نور اړین مواد شامل دي، چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې، افغاني سرې میاشتې او د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري برابرېږي.

چارواکي وايي، د دغو مرستو موخه د زیانمنو کورنیو لاسنیوی او د بیړنیو اړتیاوو پوره کول دي، څو د سیمې خلک له سختو شرایطو څخه راووځي.

دکمه بازگشت به بالا