نړیوال سازمان: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل دې ودرول شي

د بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر پراخېدو اندېښنه ښودلې او له اسلام‌اباد یې غوښتي چې دا لړۍ ژر تر ژره ودروي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، له ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه د پاسه پنځه میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې د افغانستان پر بشري وضعیت یې منفي اغېز زیات کړی دی.

یاد سازمان له پاکستانه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو نیول او جبري ستنول پای ته ورسوي او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې، د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د داوطلبانه ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې له افغان کډوالو باید د سیاسي موخو لپاره کار وانخیستل شي او د هغوی حقونه دې خوندي وساتل شي.

دکمه بازگشت به بالا