نیمروز کې د ۱۱۰ کسانو د قاچاق مخه نیول شوې

د نیمروز ولایت امنیه قومنداني وایي، د اسلامي امارت د رهبر د فرمان پر بنسټ د دې ولایت د امنیه قومنداني عملیاتي ځواکونو د درېیمې امنیتي سرحدي پوستې او ده‌مالدارو سیمې په مربوطاتو کې د ۱۱۰ کسانو د قاچاق مخه نیولې ده، چې غوښتل یې نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.

د یادې قومنداني د رسنیو او عامه اړیکو آمریت زیاتوي، د انساني قاچاق په تور دوه کسان له ټویوټا او خوستي ډوله موټرو سره نیول شوي دي.

بلخوا د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وایي، له تېرې اوونۍ راهیسې د زرنج ښار په بېلابېلو برخو کې ۵۲ کسان د غلا، اخلاقي فساد، شخړو او نامشروع اړیکو په تور نیول شوي دي.

مسوولین زیاتوي، نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

دکمه بازگشت به بالا