هرات کې ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او ۵۱ ټپیان

د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او ۵۱ نور ټپیان دي.

د هرات امنیې قوماندانۍ ویلي، پېښه د یوه مسافروړونکي موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې او لومړني معلومات ښيي چې د چلوونکي بې‌احتیاطي یې اصلي لامل و.

مسوولینو زیاته کړې، ټول ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

په وروستیو کلونو کې هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې، چې مهم لاملونه یې ګړندی تګ، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي اصولو نه مراعات بلل کېږي.

دکمه بازگشت به بالا