هرات کې د ترکیې سفیر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

د هرات ولایت مقام ویلي، د ترکیې سفیر سادین آی یلدیز د دغه ولایت له والي نوراحمد اسلام‌جار سره په کتنه کې د اقتصادي، سوداګریزو او بنسټیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د معلوماتو له مخې، دواړو لورو د سوداګرۍ د پراختیا، د وسپنې پټلۍ د پروژو او د پانګونې د زیاتوالي پر اهمیت ټینګار کړی دی.

په دې کتنه کې همداراز د افغان ناروغانو او سوداګرو لپاره د ویزو د اسانتیاوو د ښه کېدو ډاډ هم ورکړل شوی دی.

دکمه بازگشت به بالا