هرات کې د ټاپي ګاز نل‌لېکې کارونه ۴۴ کیلومتره پر مخ تللي

د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې د ټاپي ګاز نل‌لېکې پروژې رغنیزې چارې په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د یاد وزارت ویاند مفتي همایون افغان ویلي، د هرات ولایت په برخه کې تر دې مهاله ۴۴ کیلومتره نل‌لېکه غځول شوې ده.

هغه زیاتوي، د پاتې نل‌لېکې د غځولو لپاره ۱۲۴ کیلومتره ساحه هم چمتو شوې، څو د کار بهیر په چټکۍ سره دوام ومومي.

ټاپي پروژه د سیمې له مهمو اقتصادي پروژو ګڼل کېږي چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

دکمه بازگشت به بالا