هرات کې ۹۱ وحشي مرغان او یو مار طبیعت ته خوشې شول

د هرات ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان وایي، د دې ولایت په طبیعت کې ۹۱ بېلابېل ډوله وحشي مرغان او یو مار بېرته خوشې شوي دي.

د یاد ریاست رئیس مولوي عبدالعلي متقي ویلي، دغه مرغان او خزنده د هرات ښار له بېلابېلو سیمو راټول شوي وو او تر څېړنې او ساتنې وروسته بېرته طبیعت ته خوشې شول.

د نوموړي په وینا، په خوشې شویو ژوو کې ۴۰ زاغان، ۵ کرکان، ۴ میناوې، ۲ شاهینان، ۱ عقاب، ۱ دارکوب، ۲ کبکان او یو لوی تور مار شامل وو.

مسوولان وایي، د وحشي ژوو ساتنه د چاپېریال توازن لپاره مهمه ده او له خلکو غوښتنه کوي چې د دغه ډول مرغانو له ښکار او نیولو ډډه وکړي.

دکمه بازگشت به بالا
×
ما را دنبال کنید