هرمز تنګي کې د امریکا برید پنځه ملکي کسان وژلي

د راپورونو له مخې، امریکا په هرمز تنګي کې پر دوو کوچنیو کښتیو برید کړی، چې په پایله کې یې لږ تر لږه پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.
ایراني چارواکي وایي، دغه لوړ سرعت لرونکې کښتۍ د عامو خلکو وې او له عمان له سواحلو څخه ایران ته د توکو او مسافرو د لېږد په حال کې وې، چې د امریکا له لوري په نښه شوې دي.
د دوی په وینا، یادې کښتۍ هېڅ ډول پوځي تړاو نه درلود او د سپاه پاسداران برخه نه وې، خو بیا هم پرې برید شوی چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې لامل شوی دی.
دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او د امریکا دا ډول اقدامات د نړیوالو اصولو او د ملکي وګړو د خوندیتوب له معیارونو سره په ټکر کې بلل کېږي.

