هلمند کې د ۲۶.۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې روانې دي

د ټولګټو وزارت وايي، هلمند کې د ګرشک – موسیکلا پر مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي.
د وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په وینا، پروژه کې د دوو پلونو، ۷۹ پلګوټو، ۲۰۰ متره استنادي دېوالونو، ۸۹ متره کانکریټي کانال او ۲۶۲۱ وسپنیزو کانکریټي ویالو جوړول هم شامل دي.
نوموړي زیاته کړې چې دا سړک به د سیمې اوسېدونکو لپاره د خوندي او چټک تګراتګ زمینه برابره کړي او د کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

