هندي سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې د یکشنبې په ماسپښین مړه شوې ده. هغه د شنبې په شپه د ممبۍ په یوه روغتون کې د روغتیایي وضعیت د خرابېدو له امله بستر شوې وه.

د نوموړې زوی د هغې مړینه تایید کړې ده.

اشا بهوسلې د هند د وتلې سندرغاړې لتا منګېشکر خور وه. هغې په ۱۹۴۷ کال کې سندرې ویل پیل کړي وو او په شاوخوا ۲۰ هندي ژبو کې یې نږدې ۱۱ زره سندرې ویلي دي.

دکمه بازگشت به بالا