هند: د چین ادعاوې واقعیت نه شي بدلولای

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د چین له لوري پر هغو سیمو د نوم ایښودنې هڅې چې هند یې خپله خاوره ګڼي، هېڅ ډول حقوقي او واقعي اغېز نه لري.
د یاد وزارت ویاند رندهیر جیسوال په یوه رسمي بیان کې ټینګار کړی، چې د چین دا ډول اقدامات، ناسمې ادعاوې او بېبنسټه روایتونه نه شي کولای شته او ثابت واقعیتونه بدل کړي.
نوموړي ویلي، اروناچل پردېش د هند نه بېلېدونکې برخه ده او دا دریځ به په تېر، اوس او راتلونکي کې هم ثابت پاتې شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت همداراز خبرداری ورکړی، چې دا ډول اقدامات د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو روان بهیر زیانمنوي.
هند له چین غوښتي چې له داسې کړنو ډډه وکړي او پر ځای د خبرو او تفاهم له لارې د ثبات د ټینګښت لپاره عملي ګامونه واخلي.

