واخان دهلېز کې د سړک جوړونې چارې تر ۷۴ سلنې رسېدلې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت اعلان کړی چې د واخان دهلېز د سړک جوړونې د لومړي پړاو چارې ۶۰ او د دویم پړاو چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د لومړي پړاو چارې له بروغیل څخه تر بزای ګنبد پورې د ۷۱ کیلومتره په اوږدوالي د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت روانې دي او ټاکل شوې د روان کال تر پایه بشپړې شي.

همداراز، د دویم پړاو چارې له بزای ګنبد څخه د چین تر پولې پورې د ۵۰ کیلومتره په اوږدوالي د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په بودیجه پر مخ روانې دي، چې د پلان له مخې به تر ۱۴۰۵ کال پورې بشپړې شي.

اقتصادي معاونیت ټینګار کړی چې د دې پروژې بشپړېدل به د سیمې ترمنځ د نښلونې، سوداګرۍ پراختیا او اقتصادي ودې لپاره مهم رول ولوبوي.

دکمه بازگشت به بالا