واشنګټن کې د جګړې ضد لاریون؛ لسګونه کسان نیول شوي

د امریکا رسنیو راپور ورکړی چې د ایران پر وړاندې د واشنګټن د پوځي اقداماتو په اعتراض کې د دوشنبې په ورځ د معلولیت لرونکو کسانو په ګډون لږ تر لږه ۶۲ امریکایي سرتېري او د هغوی د کورنۍ غړي نیول شوي دي.
د هیل مجلې د راپور له مخې، لاریون کوونکي چې د څو پخوانیو ډلو له لوري تنظیم شوي وو، په واشنګټن کې د کانن هاوس دفتر ودانۍ ته ننوتي وو.
راپور زیاتوي، ګډونوال د روتوندا په مرکز کې راټول شوي وو، د امریکا په بریدونو کې د وژل شویو ایرانیانو د درناوي لپاره یې سره ګلونه او هغه بنرونه لېږدول چې پرې لیکل شوي وو: «د ایران پر وړاندې جګړه پای ته ورسوئ».
په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې لاریون کوونکو د امریکا بیرغ د هغو ۱۳ امریکایي سرتېرو په یاد کې پوښلی و چې په وروستیو نښتو کې وژل شوي وو او د جګړې ضد شعارونه یې ورکول.
پولیسو وروسته لاریون کوونکي نیولي او له ودانۍ یې ایستلي دي. دا لاریون داسې مهال شوی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او نازک اوربند له پای ته رسېدو سره مخ دی.

