وېر ځپلې غزه کې خوشالي؛ ۳۰۰ جوړو په ګډو مراسمو کې واده وکړ

غزه کې، د دیرالبلاح ښار په مرکز کې شاوخوا ۳۰۰ فلسطیني جوړو په ګډو مراسمو کې واده وکړ او له کلونو جګړو، بېځایه کېدو او اقتصادي ستونزو وروسته یې ګډ ژوند پیل کړ.
دا مراسم د ویجاړیو او سختو شرایطو ترمنځ ترسره شول او د څو ساعتونو لپاره یې د ښار فضا له غم څخه په خوښۍ بدله کړه.
په مراسمو کې ناوې په دودیزو فلسطیني جامو او زومان په سینګار شویو موټرو کې ګډون درلود، او د ځایي موسیقۍ او دودیزې نڅا تر غږونو لاندې خوښي نمانځل کېده.
ګډونوالو ویلي، اوږدې جګړې او اقتصادي ستونزو د دوی واده ځنډولی و، خو اوس یې د نوي ژوند پیل ته هیله موندلې ده.

