ټرمپ: زه د ماشومانو ځورونکی او جنسي تېری کوونکی نه یم

۳۱ کلن کول الن د شنبې په شپه د واشنګټن په هیلټن هوټل کې د امنیتي پوستې ته نږدې د ننوتلو هڅه کړې او څو ډزې یې کړې دي.

په دغه هوټل کې ډونالډ ټرمپ او د هغه د ادارې یو شمېر لوړپوړي چارواکي موجود وو.

بریدګر په خپل لیکلي بیان کې ویلي: «نور به اجازه ورنه کړم چې د ماشومانو ځورونکی، جنسي تېری کوونکی او غدار زما لاسونه په خپلو جرمونو ککړ کړي.»

د پټو خدماتو امنیتي ځواکونو نوموړی په چټکۍ نیولی او چارواکو ویلي چې په پېښه کې څوک نه دي وژل شوي او نه ټپیان شوي دي.

ډونالډ ټرمپ وروسته بریدګر «رواني ناروغ» بللی دی.

د راپورونو له مخې، کول الن په خپل لیک کې د ټرمپ ادارې ځینې چارواکي د برید هدف بللي وو او د خپلو کړنو د توجیه هڅه یې کړې ده.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي چې له چا سره یې جنسي تېری نه دی کړی او دا تورونه یې رد کړي دي.

هغه د پېښې د پوښښ په اړه ځینې رسنیزې کړنې هم نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دا ډول لیکنې له واقعیت لرې دي.

نوموړي د برید انګېزه د افراطي فکرونو اغېز بللی او ویلي یې دي چې سیاسي تاوتریخوالی یوه خطرناکه پدیده ده، خو په وینا یې امنیتي ادارو په چټکۍ سره وضعیت کنټرول کړی دی.

دکمه بازگشت به بالا