ټرمپ: نړۍ له ناارامو حالاتو سره مخ ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، نړۍ له غیرعادي او ناارامو حالاتو سره مخ ده او ټینګار یې کړی: «موږ په یوې لېونۍ نړۍ کې ژوند کوو.»
نوموړي له «سيبياېس» شبکې سره د «۶۰ دقیقې» په مرکه کې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا پر مهال د رامنځته شوې امنیتي پېښې په تړاو ویلي، برید کوونکی «ډېر ناروغ انسان» و.
د ټرمپ په وینا، یاد کس پخوا سخت مذهبي عیسوی و، خو وروسته یې باورونه بدل شوي او په شخصیت کې یې د پام وړ بدلون راغلی و.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اندېښمن شوی و که نه، ویلي: «اندېښنه مې نه لرله، زه ژوند درک کوم.»
ټرمپ د خپلې مېرمنې ملانیا ټرمپ د غبرګون په اړه هم ویلي، هغې که څه هم ظاهراً ارام و، خو وروسته یې درک کړه چې پېښه عادي نه وه او له همدې امله خواشینې ښکاره کېده.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سپینې ماڼۍ په کلنۍ مېلمستیا کې رامنځته شوې امنیتي پېښه د امریکايي چارواکو او رسنیو پراخ پام ځانته اړولی دی.

