ټرمپ پر پاپ لیو توندې نیوکې وکړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاتولیکانو د مشر پاپ لیو پر وروستیو څرګندونو توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي، پاپ باید خپل دریځ سم کړي او له سالم عقل څخه کار واخلي.

نوموړي پر خپله ټولنیزه شبکه زیاته کړې، داسې پاپ نه غواړي چې د امریکا پر ولسمشر نیوکې کوي، او ټینګار یې کړی چې که دی په سپینه ماڼۍ کې نه وای، د ده په وینا پاپ لیو به هم واتیکان ته د رسېدو چانس نه درلود.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې پاپ لیو تر دې وړاندې د ټرمپ پر سیاستونو او په سیمه او نړۍ کې د جګړو پر زیاتېدو نیوکه کړې وه.

دکمه بازگشت به بالا