ټرمپ: په واشنګټن کې عجیبه شپه وه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ د خبریالانو کلنۍ غونډې پر مهال له رامنځته شوې امنیتي پېښې وروسته ویلي، دا په واشنګټن ډيسي کې «یوه عجیبه شپه» وه.
ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې «ټروث سوشال» د امنیتي او استخباراتي ځواکونو کړنې ستایلي او ویلي یې دي، هغوی په چټکۍ او زړورتیا عمل کړی دی.
نوموړي تایید کړې، چې بریدګر نیول شوی او زیاتوي، غوښتنه یې کړې وه چې مراسم دوام ومومي، خو د امنیتي ځواکونو پرېکړې ته باید درناوی وشي.
د راپورونو له مخې، د پېښې پر مهال ځانګړو امنیتي ځواکونو ټرمپ، مېرمن یې او نور چارواکي له تالاره ایستلي، او تمه ده د پېښې په اړه نور جزیات وروسته اعلان شي.

