پاورلیفټینګ لوبډله بلاروس ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي چې د افغانستان د پاورلیفټینګ ملي لوبډله د نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره بلاروس ته روانه شوې ده.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دا اووه‌کسیزه لوبډله شپږ ورزشکاران او یو روزونکی لري او ټاکل شوې ده د نړیوالو سیالیو په بېلابېلو کټګوریو کې سیالي وکړي.

د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د ځوانانو، ماسټرانو او اوپن کټګوریو په چوکاټ کې ترسره کېږي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ورزشکاران پکې برخه اخلي.

ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ د مې میاشتې په شپږمه پیل او د همدې میاشتې تر لسمې پورې دوام وکړي، چې د افغان لوبډلې ګډون د هېواد د سپورټي حضور د پراختیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

دکمه بازگشت به بالا