پاکستانه ۵ زره ۳۶۳ افغان کډوال راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، تېره ورځ ۵ زره او ۳۶۳ افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له دې شمېر څخه ۴ زره او ۴۶۹ کسان د ننګرهار د تورخم له لارې او ۵۶۲ نور د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

مسوولینو ویلي، راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، بشري مرستو او لېږد اسانتیاوې برابرې شوې او وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

د سرچینې په وینا، وړمه ورځ هم ۴ زره او ۶۸۵ افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه راستانه شوي وو.

دکمه بازگشت به بالا
×
ما را دنبال کنید