پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د بیا پیل هڅې ګړندۍ کړې

په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی، د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي او سولې خبرو د بیا پیل لپاره د پاکستان د منځګړیتوب هڅې هم ګړندۍ شوې دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په مشرۍ لوړپوړي پلاوي تېره ورځ تهران ته سفر کړی او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدلي دي.

د سفر موخه د تهران او واشنګټن ترمنځ د مستقیمو خبرو د دوهم پړاو لپاره زمینه برابرول بلل کېږي، چې احتمال لري بیا په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند هم د خبرو د نوي پړاو په اړه خوشبیني ښودلې او ویلي یې دي چې امکان لري دا خبرې په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې جګړه پای ته نږدې شوې، خو پوځي وضعیت لا هم ترینګلی دی.

بلخوا د ایران پوځ ګواښ کړی چې که د امریکا سمندري ځواکونه محاصره دوام ورکړي، نو په فارس خلیج، سره سمندر او د عمان په سمندر کې به د تګ راتګ بهیر اغېزمن کړي.

څارونکي وايي، سیمه د ډیپلوماټیک پرمختګ او یا د لا زیات پوځي کړکېچ په درشل کې ده، او سترګې د اسلام‌اباد پر منځګړیتوب متمرکزې دي.

دکمه بازگشت به بالا