پاکستان کرکټ بورډ پر سریلانکايي لوبغاړي بندیز ولګاوه

د پاکستان کرکټ بورډ (پيسيبي) د سریلانکايي لوبغاړي داسن شناکا پر ګډون په پاکستان سوپر لیګ (پياېساېل) کې بندیز لګولی او ویلي یې دي چې نوموړی به په راتلونکو سیالیو کې برخه نه شي اخیستلای.
پيسيبي په اعلامیه کې ویلي، شناکا له لاهور قلندرز لوبډلې سره شوې هوکړه ماتې کړې او له دې امله پرې انضباطي اقدام شوی دی.
د راپور له مخې، نوموړی وروسته له پياېساېل څخه د هند ایپياېل کې له راجستان رائلز لوبډلې سره یوځای شوی، چې د پاکستان کرکټ بورډ یې د تړون سرغړونه بللې ده.
تر دې وړاندې هم پيسيبي پر یو شمېر بهرنیو لوبغاړو د ورته دلیل له امله بندیزونه لګولي دي، چې له امله یې ځینې د پاکستان سوپر لیګ پر ځای د هند ایپياېل ته تللي دي.

