پر امریکايي پاسپورټونو د ټرمپ انځور چاپېږي

سپینې ماڼۍ تایید کړې چې متحده ایالات به په محدود شمېر پاسپورټونو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ انځور چاپ کړي.

دا پرېکړه د امریکا د خپلواکۍ د اعلان د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځنې په مناسبت شوې او ټاکل شوې یاد پاسپورټونه د جولای په میاشت کې چاپ شي.

د راپورونو له مخې، یو حکومتي چارواکي ویلي چې هر امریکايي وګړی کولای شي دا ځانګړي پاسپورټونه ترلاسه کړي، خو وېش به تر هغه وخته دوام ولري چې موجود ذخیره پای ته رسېږي.

ویل شوي چې دغه پاسپورټونه به یوازې په واشنګټن کې د پاسپورټ له اړوندو ادارو ترلاسه کېږي.

په خپور شوي ډیزاین کې د ټرمپ انځور، د خپلواکۍ د اعلان متن، د امریکا بیرغ او د هغه لاسلیک شامل دي.

د امریکا اوسني پاسپورټونه عموماً تاریخي سمبولونه او پېښې نندارې ته وړاندې کوي، خو دا نوې طرحه د حکومت د هغو نوښتونو یوه برخه بلل کېږي چې د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت ترسره کېږي.

دکمه بازگشت به بالا