پزشکیان: ایران د فشار لاندې مذاکرات نه مني

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټلېفوني خبرو کې ټینګار کړی، چې تهران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني.
د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ د هغه له قوله ویلي، تر هغو چې د امریکا «دښمنانه اقدامات» ونه درېږي، د باور بیا رغونه او د خبرو پرمختګ ناشونی دی.
پزشکیان زیاته کړې، د فشارونو، په ځانګړې توګه سمندري کلابندۍ تر پای ته رسېدو پرته د تهران او واشنګټن اړیکو ښه کېدل له جدي خنډونو سره مخ دي.
بلخوا، شهباز شریف ویلي چې پاکستان به د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د اسانتیا لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

