پزشکیان د ګاونډیو هېوادونو له همکاریو مننه وکړه

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سره په لیدنه کې د ګاونډیو هېوادونو همکاري او مسوولیت‌پالنه ستایلې ده.

په کابل کې د ایران سفارت د معلوماتو له مخې، پزشکیان ویلي چې د ایران پر وړاندې د خپلو خاورو د نه کارونې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري ارزښتناکه وه او په ځانګړي ډول یې له افغانستان، عراق او پاکستان څخه مننه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې تهران له اسلامي او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا او پراخو همکاریو ته لېوالتیا لري.

د راپور له مخې، په دې لیدنه کې د سیمه‌ییزو اړیکو، امنیتي همکاریو او دوه‌اړخیزو تعاملاتو په اړه هم خبرې شوې دي.

دکمه بازگشت به بالا
×
ما را دنبال کنید