پنجشېر کې د بیروجو له کانونو رسمي استخراج پیل شو

د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر وایي، د اقتصادي ځانبسیاینې او خلکو ته د کارموندنې په موخه د بازارک ولسوالۍ کې د بیروجو د کانونو رسمي استخراج پیل شوی دی.
د مسوولینو په وینا، اوسمهال د پنجشېر په عنابه، آبشار او بازارک سیمو کې د بیروجو لس کانونه تثبیت شوي او اړوندو شرکتونو د استخراج قانوني جوازونه هم ترلاسه کړي دي.
ځايي اوسېدونکي وایي، د قیمتي ډبرو، په ځانګړي ډول د بیروجو کانونو استخراج د سیمې اقتصادي فعالیتونه پیاوړي کړي او د بازارونو او کاروبارونو د ودې لامل شوی دی.

