پنجشېر کې د څانګو ټاکنې نوې طرحه پلې کېږي

د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون وایي، د پوهنې وزارت نوې طرحه چې له لسم ټولګي پورته زدهکوونکي به د خپلې خوښې څانګه ټاکي، په ازمایښتي ډول د دغه ولایت د رخې په عالي لېسه کې پلې کېږي.
د معلوماتو له مخې، دا طرحه په هېواد کې د لومړي ځل لپاره عملي کېږي او موخه یې دا ده چې زدهکوونکي د خپلو وړتیاوو له مخې تعلیمي څانګې وټاکي او د لوړو زدهکړو پړاو ته ښه چمتو شي.
چارواکي وایي، د دې نوښت له لارې به د زدهکوونکو د علاقې او استعداد ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي، خو تر اوسه د عملي کېدو په اړه نور جزییات نه دي شریک شوي.

