پنجشېر کې د ۱۵ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې په دې ولایت کې د پراختیایي پروژو نوې لړۍ پیل شوې، چې له مخې یې په عنابه او ابشار ولسوالیو کې د ۲۵ میلیونه او ۶۶۸ زره افغانیو په ارزښت د ۱۵ بېلابېلو پروژو چارې روانې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې پروژو کې د اوبو لګولو کانالونو پاکول، د یوه پل جوړول، د استنادي دېوالونو رغول او پر یو شمېر سړکونو د جغل اچول شامل دي، چې موخه یې د سیمې د بنسټیزو اسانتیاوو پیاوړتیا او د خلکو د ورځني ژوند د ستونزو کمول دي.

چارواکي وایي، د دغو پروژو په عملي کېدو سره به د کرنې، ترانسپورټ او عامه تګ‌راتګ په برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي او د سیمې د اوسېدونکو اقتصادي وضعیت ته به هم مثبت بدلون ورکړي.

د پنجشېر ځایي مسوولین ټینګار کوي چې د ورته پروژو پلي کېدل د متوازن پرمختګ لپاره مهم دي او هڅه کېږي په راتلونکي کې هم د بنسټیزو پروژو لړۍ پراخه شي، څو خلکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

دکمه بازگشت به بالا