په درېیو ورځو کې ۳۱۷۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راګرځېدلې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، په تېرو درېیو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه ۳۱۷۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي.
د معلوماتو له مخې، د راستنېدونکو ټول شمېر څه باندې ۱۹ زره کسانو ته رسېږي چې له پنجشنبې تر شنبې پورې هېواد ته داخل شوي دي.

یاد کمېسیون زیاتوي، په دې موده کې ۱۹۷۵ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او له ۲۱۲۸ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.

راستنېدونکي کډوال د تورخم، سپین‌بولدک، اسلام‌کلا او ورېښمو پل له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

په وروستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ زیاته شوې، او نړیوالو ادارو له دغو هېوادونو غوښتي چې د جبري ایستلو بهیر ودروي.

دکمه بازگشت به بالا