په لومړي ځل د کندهار یو ټن الوچه بهر ته صادره شوه

کندهار کې یو خصوصي تولیدي شرکت ویلي چې په لومړي ځل یې یو ټن الوچه متحده عربي اماراتو ته صادره کړې ده.

د دغه شرکت مسوولینو په وینا، دا الوچه له کابل څخه د هوا له لارې متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوې ده.

بلخوا د کندهار د سوداګرۍ خونې دا اقدام په سوداګریزه برخه کې مهم پرمختګ بللی او د ورته صادراتو د دوام هیله یې څرګنده کړې ده.

له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته د افغانستان صادرات د هوا او ځمکې له لارې د سیمې هېوادونو ته روان دي، او مسوولین وایي چې روان کال به دا بهیر لا پراخ شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم متحده عربي اماراتو ته د افغانستان د وچې مېوې په ګډون صادرات ترسره شوي، او له هغه ځایه بیا ځینې توکي د سیمې نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

دکمه بازگشت به بالا