په هېواد کې ۳۰ میلیونه سیم‌کارتونه ثبت شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي، په هېواد کې د سیم‌کارتونو د ثبت بهیر ۹۵ سلنه بشپړ شوی او تر اوسه شاوخوا ۳۰ میلیونه سیم‌کارتونه په قانوني ډول ثبت شوي دي.

د یاد وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي ویلي، دا مهال په افغانستان کې له ۳۳ میلیونو ډېر فعال سیم‌کارتونه کارول کېږي او د ثبت بهیر د ناقانونه استفادې د مخنیوي، عامه امنیت د پیاوړتیا او مخابراتي خدمتونو د تنظیم په موخه پيل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، وزارت د سیم‌کارتونو د ثبت بهیر په جدي ډول څاري او هڅه کوي ټول مخابراتي خدمات د قانون له مخې تنظیم شي.

الکوزي همداراز ویلي، مخابراتي شبکې د ټیلیفوني اړیکو پر مهال د جبري ودونو د مخنیوي اړوند د اسلامي امارت پیغامونه هم خپروي، څو په ټولنه کې عامه پوهاوی زیات شي.

دکمه بازگشت به بالا