په ۲۰ ولایتونو کې د پولیو ضد کمپاین پیل شو

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویلي، د پولیو ضد واکسین دویم پړاو کمپاین نن دوشنبه، د ثور په ۲۸مه، د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې پیل شوی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د روان ۲۰۲۶ کال په دې کمپاین کې به شاوخوا ۸.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.

مسوولینو ویلي، دغه کمپاین به د مې میاشتې له ۱۸مې تر ۲۱مې پورې دوام وکړي، خو په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به سبا سه‌شنبه پیل او د مې تر ۲۲مې پورې روان وي.

د راپورونو له مخې، د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي، اسلامي امارت د ماشومانو د فلج ناروغۍ د مخنیوي لپاره ژمن دی او په ټول هېواد کې به د روغتیايي خدمتونو او واکسین بهیر ته دوام ورکړي.

دغه کمپاین د نړیوالو روغتیايي بنسټونو په ملاتړ ترسره کېږي او له کورنیو غوښتل شوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي، څو هېواد له دې خطرناکې ناروغۍ پاک شي.

افغانستان او پاکستان لا هم هغه دوه هېوادونه بلل کېږي چې د پولیو یا ګوزڼ پېښې پکې ثبتېږي.

دکمه بازگشت به بالا
×
ما را دنبال کنید